IQNA

د اروپائي اتحادئې  ویندوي،قرآن کریم سوځول شرمونکی اقدام دی

15:15 - January 29, 2023
د خبر لمبر: 3486820
ایکنا-(تهران)د په لویدیځي آسیا او شمالی افریقا کې د اروپائي اتحادئې ویندوي لویئس بوئنو په ځينو اروپائي هیوادونو کې د آسماني کتاب قرآن کریم نسخوسپکاوی یو شرمونکی اقدام وبالۀ.

ایکناخبری آژانس د بوابه الاوسط له قوله راپور راکړ،په لویدیځي آسیا اوشمالی افریقا کې د اروپائي اتحادئې ویندوي لوئیس بوئنو پخپل ټولنیز پیغام کې د قرآن کریم د نسخې د سوځولو په باب غبرګون وښود او ټيڼګار ئې وکړ،دغه اقدام ډیر شرمناک دی چې په نړۍ او اروپائي اتحادئې کې ئې د ډيرو خلکو ا حساسات او اعتقادات  کړولي دي.

هغه په خپل دغه پیغام کې ټينګار کړی دی،په اروپا کې د مسلمانانو په ضد د کرکې اونفرت پشمول د نفرت خورونې،تعصب او توکمپالې د م تظاهر لپاره هیڅ ځاي نشته.

د سویډ په پلازمینې سټاکهم   او دغه راز په هالینډ کې د آسماني کتاب قرآن کریم په شان کې  وروستیو ګستاخيو او سپکو اقداماتو په درستې نړۍ کې د مسلمانانو او موحدینو  غوسه او احساسات راپارولي  او په ډيرو هیوادونو کې ددغه سپیرو اقداماتو په ضد مظاهرې او لاریونونه هم شوي  او ډيری هیوادونو په اروپائي هیوادونو کې چې ځان د تمدن ځانګو ګڼي ،غه سپک اقدامات په کلکه محکوم کړي دي .

 https://iqna.ir/fa/news/4117867/%D

captcha